14 اِمام به د ګډُورى لږه وينه واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د هغۀ د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې دې ولګوى د کوم کس چې اِعلان کيږى چې دا پاک دے.
ګډ حلال کړه او څۀ وينه يې واخله او دا د هارون او د هغۀ د زامنو د ښى غوږُونو په نرمو ځايونو پورې، د هغوئ د ښى لاسونو په غټو ګوتو پورې او د هغوئ د ښۍ پښو په غټو ګوتو پورې ولګوه. بيا هغه پاتې وينه د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشينده.
تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى.
بيا به اِمام د ګناه نذرانه پېش کړى او د پاکوالى کفاره به ادا کړى. د هغې نه پس، هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلال کړى
هغه به ګډُورے حلال کړى او د دې څۀ وينه به واخلى او د هغه کس د ښى غوږ په نرم ځائ پورې، د ښى لاس په غټې ګوتې پورې او د هغۀ د ښۍ پښې په غټې ګوتې پورې ولګوى.
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
نور تاسو د خپل وجود اندامونه ګناه ته د بدکارۍ د ساز و سامان په طور مۀ وړاندې کوئ بلکې خپل ځانونه خُدائ پاک ته وړاندې کړئ د هغوئ په شان څوک چې د مرګ نه بيا راژوندى شوى دى، او خپل اندامونه خُدائ پاک ته د صداقت د ساز و سامان په طور وړاندې کړئ.
زۀ ستاسو د انسانى کمزورتياو په سبب په ساده الفاظو کښې وايم. لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بېشرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ.
ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.
نو اے خوږو دوستانو، نو چې مونږ سره داسې وعدې شوې دى نو راځئ چې مونږ خپل ځانونه د هر قِسمه جسمانى او روحانى ناپاکو نه پاک کړُو او د خُدائ پاک د يرې نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوو.
کله چې تاسو د جذام بيمارۍ په وجه په تکليف کښې يئ، نو هم هغه شان کوئ څنګه چې درته د ليوى قبيلې اِمامان وائى، ما چې هغوئ ته کوم اصُول ښودلى دى په هغې عمل کوئ.
ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم.
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.