12 بيا به اِمام يو ګډُورے او د تېلو د ليټر درېمه حِصه يوسى او دا به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه پېش کړى. هغه به دا د اِمام دپاره مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه پېش کړى.
د ګډ وازګه، لم، هغه وازګه چې په کولمو پرته وى، د اينې ښۀ حِصه، دواړه ګردې سره د هغه وازګې چې ورباندې وى او ښے پتُون دا ټول پرې کړه.
دا ټول د هارون او د هغۀ د زامنو په لاسونو کښې کېږده او هغوئ ته ووايه چې دا ټول د دې ښکاره کولو دپاره اوچت کړى چې دا مالِک خُدائ ته د خاص نذرانې په توګه وقف کوى.
تۀ به د دوېم ګډ پوښتۍ وخورې، خو تۀ به وړومبے دا اوچتې کړې چې ښکاره کړې چې دا غوښه ما ته وقف کيږى.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى.
اِمام به هغه کس او دا نذرانې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى.
بيا به اِمام د ګناه نذرانه پېش کړى او د پاکوالى کفاره به ادا کړى. د هغې نه پس، هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلال کړى
کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګناه وکړى او د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.