7 خو کۀ د اِمام د کتلو نه پس زخم خوريږى او اِمام اِعلان کړے وى چې دا پاک دے نو هغه به خامخا د اِمام په مخکښې بيا حاضريږى.
ستا د قهر په وجه زما وجود کښې بيمارى ده، زما د ګناه په وجه هډوکى مې مات شوى دى.
کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته راوستلے شى.
اِمام به هغه په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ دا خوريږى، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے.
اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ زخم اوچ شوے وى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے، دا بس صِرف زخم دے. نو هغه کس دې خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى.
اِمام به هغه بيا وګورى او کۀ دا خور شوے وى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاک دے، دا د جذام بيمارى ده.
په اوومه ورځ به هغه واپس راشى او بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى،