55 بيا به هغه دا وګورى او کۀ پشم خپل رنګ نۀ وى بدل کړے او خور شوے هم نۀ وى، دا بيا هم ناپاک دے، خرابتيا کۀ د دې مخې ته وى يا شا ته وى تاسو هغه څيز وسوزوئ.
نو اوس تا په خپلو بېحيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.
هغه به حُکم وکړى چې دا دې ووينځلے شى او د نورو اووۀ ورځو دپاره دې جدا وساتى.
خو چې بيا يې وګورى، چې پشم اوچ شوے وى، نو هغه دې د هغه کپړې يا څرمنې نه خرابه شوې حِصه وشلوى.
خو په چا کښې چې دا خويونه نۀ وى، نو د هغۀ نظر دومره کم دے چې ړندېدو ته نزدې دے او د خپلو وړومبو ګناهونو نه پاک کېدل يې هېر کړى دى.