52 اِمام به دا وسوزوى، ځکه چې دا يو خورېدونکے پشم دے کوم چې به خامخا په اور ختمولے شى.
نو بيا به تاسو خپل هغه بُتان چې په سرو زرو پټ وى او هغه بُتان چې په سپينو زرو پټ وى هغه به واخلئ او وايئ به چې، ”دا څۀ ګند دے.“ او بهر په ډيران به يې ګزار کړئ.
کۀ دا مړۀ شوى ځناور د خاورو په لوښى کښې وغورزيږى، په هغې کښې چې هر څۀ وى نو هغه به ناپاک وى، نو تاسو هغه لوښے مات کړئ.
کۀ دا مړۀ شوى ځناور په هر څۀ باندې راوغورزيږى نو هغه به ناپاک وى، کۀ هغه د خټې نغرے وى يا د پخلى لوښے وى نو ماتولے به شى،
چې کله په کپړو د وروستوالى پشم ولګى، کۀ هغه د وړۍ يا د کتان وى يا کۀ په څرمن باندې وى يا په داسې څۀ څيز باندې هم وى چې د څرمنې نه جوړ وى،
هغه به دا په اوومه ورځ بيا وګورى او کۀ پشم پرې خور شوے وى، نو هغه څيز ناپاک دے.
خو، کۀ هغه دا وګورى او اِمام ته پته ولګى چې پشم په هغه څيز باندې خور شوے نۀ دے،