5 اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ د هغۀ په خيال کښې زخم هم هغه شان ښکارى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به يې د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا وساتى.
د هارون کوم زوئ چې د هغۀ په ځائ اِمام شى او چې هغه زما د حضور خېمې ته د خِدمت دپاره ننوځى نو هغه به دا لِباس اووۀ ورځې اغوندى.
خو کۀ زخم سپين وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى او وېښتۀ هم سپين شوى نۀ وى، نو اِمام به هغه د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا وساتى.
اِمام به په اوومه ورځ هغه بيا وګورى او کۀ زخم اوچ شوے وى او خور شوے نۀ وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے، دا بس صِرف زخم دے. نو هغه کس دې خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى.
هغه کس به خپلې جامې ووينځى، ټول وېښتۀ به کل کړى او غسل به وکړى، نو پاک به شى. بيا هغه خېمو ته تلے شى، خو هغه به اووۀ ورځې د خپلې خېمې نه بهر اوسيږى.