40-41 کۀ د يو سړى مخکښېنى يا وروستنى د سر وېښتۀ غورزېدلى وى، نو د دې په وجه هغه نۀ ناپاکه کيږى.
اليشع د يريحو نه روان شو چې بيتايل ته لاړ شى او په لار کښې څۀ هلکان د ښار نه راووتل او په هغۀ پورې يې ټوقې کولې. هغوئ چغې وهلې، ”د دې ځائ نه لاړ شه ګنجيه.“
د هغۀ سر د سوچه سرو زرو دېنه، د هغۀ وېښتۀ وَل وَل دينه، او لکه د کارغۀ په شان تور دېنه.
د ديبون خلق غر ته ختلى دى چې په خپله عبادتخانه کښې ژړا وکړى. د موآب خلق به د نبو او ميدبا په ښارونو د خفګان نه ژړا کوى، هغوئ د خفګان نه خپل سرونه او ږيرې کلې کړې دى.
اِمام به هغه کس وګورى. کۀ داغونه اوچ او سپين وى، نو دا بس صِرف يوه ګرمکه ده چې په څرمن باندې راختلې ده، هغه کس پاک دے.
زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“
نو ځکه تاسو خپل ځان ګناه ته مۀ پرېږدئ چې په تاسو حکومت وکړى او چې تاسو د نفس تابع کړى.
زۀ ستاسو د انسانى کمزورتياو په سبب په ساده الفاظو کښې وايم. لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بېشرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ.
خو کۀ چرې مسيح په تاسو کښې اوسى نو کۀ څۀ هم ستاسو وجود د ګناه په وجه مړ شى، خو روح تاسو ته ژوند درکوى ځکه چې روح تاسو د خُدائ پاک سره رضا کړئ.
تاسو ته به ياد وى کوم زيرے چې ما تاسو ته اول اورولے وو په هغه وخت کښې زۀ بيمار وم.