اِمام به هغه وګورى. کۀ په دانه کښې وېښتۀ سپين شوى وى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى، دا د جذام بيمارى ده چې د سوزېدو په وجه شروع شوې ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے.
اِمام به زخم وګورى او کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى او زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے.