اِمام به دا وګورى. کۀ چرې د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارى او وېښتۀ په کښې زېړ بخن او نرى ښکارى، نو دا د جذام بيمارى ده او هغه به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاک دے.
په اوومه ورځ به بيا اِمام هغه زخم وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا پاک دے. هغه کس به خپلې جامې ووينځى او هغه به پاک شى.