32 اِمام به په اوومه ورځ هغه زخم بيا وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او په دې کښې زېړ بخن وېښتۀ نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى،
اِمام به دا وګورى. کۀ چرې د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارى او وېښتۀ په کښې زېړ بخن او نرى ښکارى، نو دا د جذام بيمارى ده او هغه به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاک دے.
کۀ چرې اِمام هغه وګورى، کۀ زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، خو تر اوسه پورې په کښې تور وېښتۀ نۀ وى نو هغه به دا د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا کړى.
نو هغه کس به د زخم د ځائ نه بغېر نور سر کل کړى. اِمام به يې بيا د نورو اووۀ ورځو دپاره جدا کړى.
دوئ چې هر څۀ کوى دا د خلقو د ليدو دپاره کوى. هغوئ خپل تعويذونه غټ جوړوى او د خپلو چوغو زونډى لويوى.
سره د دې چې تاسو په شريعت فخر کوئ نو بيا ولې تاسو د شريعت په ماتولو د خُدائ پاک سپکاوے کوئ؟