31 کۀ چرې اِمام هغه وګورى، کۀ زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى، خو تر اوسه پورې په کښې تور وېښتۀ نۀ وى نو هغه به دا د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا کړى.
اِمام به دا وګورى. کۀ چرې د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارى او وېښتۀ په کښې زېړ بخن او نرى ښکارى، نو دا د جذام بيمارى ده او هغه به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاک دے.
اِمام به په اوومه ورځ هغه زخم بيا وګورى او کۀ دا خور شوے نۀ وى او په دې کښې زېړ بخن وېښتۀ نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى،
خو کۀ زخم سپين وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب نۀ ښکارى او وېښتۀ هم سپين شوى نۀ وى، نو اِمام به هغه د اووۀ ورځو دپاره د نورو نه جدا وساتى.