3 اِمام به زخم وګورى او کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى او زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے.
اِمام به هغه وګورى او کۀ دانه د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى او وېښتۀ په کښې سپين شوى وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاکه دے. دا د جذام بيمارى ده چې په دانه کښې شروع شوې ده.
زۀ به تا له د آسمان د بادشاهۍ چابيانې درکړم، تۀ چې په زمکه څۀ منع کړې هغه به په آسمان کښې هم منع شى، او څۀ چې تۀ په زمکه روا کړې هغه به په آسمان کښې هم روا شى.“
او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.