Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 13:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 کله چې د يو سړى يا ښځې په سر يا زنه باندې زخم وى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 13:29
19 Iomraidhean Croise  

د مشورې اخستلو نه پس، بادشاه دوه د سرو زرو سخى جوړ کړل او خپلو خلقو ته يې ووئيل، ”تاسو د ډېرې مودې نه د عبادت دپاره يروشلم ته ځئ. اے اِسرائيليانو، ستاسو خُدايان دا دى چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.“


نو بيا د هغوئ دُعاګانې اوره. کۀ ستا خلقو بنى اِسرائيلو نه څوک هم د زړۀ د اخلاصه توبه وباسى او خپل لاسونه د دُعا دپاره دې کور ته اوچت کړى،


نو د هغوئ دُعاګانې اوره. کۀ ستا د خلقو بنى اِسرائيلو نه هر څوک هم، د مصيبت او تکليف په وخت کښې خپل لاسونه د دُعا دپاره دې کور ته اوچت کړى،


کله چې زۀ د دې نه خبر شوم نو ما د خفګان نه خپل قميص او چُوغه وشلوله، د سر او د ږيرې وېښتۀ مې وويستل او غم زپلے کښېناستم.


ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى. خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى، او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى.


تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى.


په تاسو افسوس دے. تاسو بدو ته ښۀ وايئ او ښو ته بد وايئ. تاسو تيارۀ نه رڼا جوړَوئ او د رڼا نه تيارۀ جوړَوئ. کوم څيز چې تريخ وى نو د هغې نه خوږ جوړَوئ او چې کوم خوږ وى نو د هغې نه تريخ جوړَوئ.


مشران او عزتمند خلق د سر په شان دى او هغه پېغمبران د بېخ په شان دى چې د چا تعليمات د دروغو نه ډک وى.


”اے بنى آدمه، يوه تيره تُوره راواخله او هغه لکه د نائى د چړې په شان د خپل سر او ږيرې د وېښتو خرئيلو دپاره استعمال کړه. او بيا هغه وېښتۀ د يوې تلې په ذريعه په درېو برخو تقسيم کړه.


خو کۀ داغ په خپل ځائ ايسار شى او خور نۀ شى او اوچ شى، نو دا د جذام بيمارى نۀ ده. اِمام به اِعلان وکړى چې دا پاک دے، ځکه چې داسې تش د سوزېدلى ځائ نښه وى.


اِمام به دا وګورى. کۀ چرې د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارى او وېښتۀ په کښې زېړ بخن او نرى ښکارى، نو دا د جذام بيمارى ده او هغه به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاک دے.


د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“


خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan