23 خو کۀ دا په خپل ځائ کښې ايسار شى او خور نۀ شى، نو دا د دانې نه پاتې شوې نښه ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے.
يهوداه دا وپېژندل او وې وئيل، ”هغه په حقه ده. زۀ د هغې سره په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوے يم. ځکه چې ما هغه خپل زوئ سيله ته وادۀ نۀ کړه.“ او يهوداه د هغې سره بيا شپه تېره نۀ کړه.
داؤد وفرمائيل، ”ما د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده.“ ناتن ورته وفرمائيل، ”خو مالِک خُدائ تۀ معاف کړے يې، تۀ به نۀ مرې.
هر هغه څوک چې په خپله ګناه باندې پرده اچوى نو دے به کامياب نۀ شى، خو هر هغه څوک چې د ګناه اعتراف وکړى او هغه بس کړى نو په هغۀ به رحم وشى.
کۀ داغ خور شى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاکه دے، دا د بيمارۍ يوه نښه ده.
کۀ يو کس سوزېدلے وى، کۀ دا کچه غوښه سپينه يا سره بخنه سپينه شى،
خو کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ وى او د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه تر اووۀ ورځو پورې د نورو نه جدا کړى.
او پطروس ته د عيسىٰ هغه خبره راياده شوه چې فرمائيلى يې وُو چې، ”د چرګ د بانګ نه مخکښې به تۀ زما نه درې ځله اِنکارى شې.“ هغه بهر ووتو او په چغو چغو يې وژړل.
نو اوس د دې په ځائ تاسو ته په کار دى چې د هغۀ قصور معاف کړئ او تسلى ورکړئ هسې نه چې هغه د ډيرې پرېشانۍ په وجه غرق شى.
اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.