22 کۀ داغ خور شى، نو اِمام به اِعلان وکړى چې هغه ناپاکه دے، دا د بيمارۍ يوه نښه ده.
کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته راوستلے شى.
خو کۀ اِمام دا وګورى او پته ورته ولګى چې په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ دى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې دا اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه اووۀ ورځې د نورو نه جدا کړى.
خو کۀ دا په خپل ځائ کښې ايسار شى او خور نۀ شى، نو دا د دانې نه پاتې شوې نښه ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس پاک دے.
په اوومه ورځ به هغه واپس راشى او بيا به يې وګورى. کۀ پشم خور شوے وى،