Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 13:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 اِمام به هغه وګورى او کۀ دانه د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى او وېښتۀ په کښې سپين شوى وى، نو هغه به اِعلان وکړى چې دا ناپاکه دے. دا د جذام بيمارى ده چې په دانه کښې شروع شوې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 13:20
7 Iomraidhean Croise  

او کۀ د دې نه پس پړسوب يا سور بخن يا سپين بخن داغ راښکاره شى چرته چې دانه وه، نو هغه به دا اِمام ته وښائى.


کۀ د چا په څرمن زخم وى يا پړسوب يا دانه وى چې د دې دا يره وى چې د دې نه به لکه د جذام بيمارى جوړه شى، نو هغه به د هارون د خاندان اِمام ته راوستلے شى.


خو کۀ اِمام دا وګورى او پته ورته ولګى چې په دې کښې وېښتۀ سپين شوى نۀ دى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه نۀ وى، خو چې دا اوچه شوې وى، نو اِمام به هغه اووۀ ورځې د نورو نه جدا کړى.


اِمام به زخم وګورى او کۀ په دې کښې وېښتۀ سپين شوى وى او زخم د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوب ښکارېدو، نو دا د جذام بيمارى ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا کس ناپاکه دے.


بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى، او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“


د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“


او چې کله هغوئ زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د پېژندګلو په وسيله د دُنيا د سخاتوب نه خلاص شول او هغوئ په کښې بيا ګېر شول او د هغوئ نه مغلوب شول، نو د هغوئ وروستونے حال د وړومبنى نه هم ډېر بد شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan