Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 12:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 چې کله د هغې د ناپاکوالى وخت ختم شى نو هغه پاکه شى، کۀ د هغې زوئ يا لور پېدا شوې وى، نو هغه به اِمام ته د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې خولې ته د يو کال ګډُورے د سوزېدونکې نذرانې دپاره او يوه کونتره يا يوه ګوګوشتکه د ګناه د نذرانې دپاره راوړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 12:6
15 Iomraidhean Croise  

هغۀ جواب ورکړو، ”ما له يوه سخۍ، يوه چېلۍ او يو ګډ راوله، چې هر يو د درېو کالو وى او يوه ګوګوشتکه او کونتره هم راوړه.“


کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره دى. د يو زوئ پېدا کېدو نه پس ښځه تر اووۀ ورځو پورې ناپاکه وى، هم هغه شان چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى.


د يوې لور پېدا کېدو نه پس ښځه تر څوارلسو ورځو پورې هم هغه شان ناپاکه وى، چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. او د پوره پاکېدو دپاره به هغه شپږ شپېتۀ ورځې نور هم انتظار کوى.


اِمام به د هغې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړى او د هغې د ناپاکۍ د لرې کولو دپاره به کفاره ادا کړى او د وينې د بهېدو نه به هغه پاکه شى. دا هغه اصُول دى چې يوه ښځه به يې د هلک يا د جينۍ د پېدا کېدو نه پس ضرور کوى.


هغه به دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې هم راوړى، يوه د ګناه نذرانې دپاره او يوه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره وى.


په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يوسى او اِمام له به يې ورکړى.


په اتمه ورځ به هغه دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې اِمام له يوسى.


په اتمه ورځ به هغوئ دوه ګوګوشتکې يا دوه کونترې د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې په دروازه کښې اِمام له راوړى.


نو د موسىٰ د شريعت په مطابق چې د هغوئ د څلوېښتۍ ورځې پوره شوې نو يروشلم ته يې بوتلو چې مالِک خُدائ ته يې پېش کړى،


بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.


خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan