4 نو ښځه دې درې دېرش ورځې نور هم انتظار کوى، ترڅو چې هغه پاکه شى. نو په دې دوران کښې به هغه هيڅ پاک څيز له لاس نۀ وروړى او نۀ به مقدسې خېمې ته ورننوځى چې تر څو پورې هغه پاکه شوې نۀ وى.
په اتمه ورځ به ماشوم سنت کړے شى.
د يوې لور پېدا کېدو نه پس ښځه تر څوارلسو ورځو پورې هم هغه شان ناپاکه وى، چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. او د پوره پاکېدو دپاره به هغه شپږ شپېتۀ ورځې نور هم انتظار کوى.
بيا حجى وفرمائيل، ”کۀ چرې يو سړے د مړى سره په لګېدو باندې ناپاک شى بيا کۀ هغه په دې کښې څۀ څيز سره ولګيږى، آيا دا به ناپاک شى؟“ ”آو،“ اِمامانو جواب ورکړو، ”دا به ناپاک شى.“