Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 12:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 په اتمه ورځ به ماشوم سنت کړے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 12:3
15 Iomraidhean Croise  

تاسو د خپلو څاروو او د خپلو ګډو وړومبى پېدا شوى بچى ما ته وقف کړئ. هر يو وړومبے پېدا شوے نر بچے به اووۀ ورځې د خپلې مور سره ايساريږى او په اتمه ورځ به هغه ما ته پېش کوئ.


نو ښځه دې درې دېرش ورځې نور هم انتظار کوى، ترڅو چې هغه پاکه شى. نو په دې دوران کښې به هغه هيڅ پاک څيز له لاس نۀ وروړى او نۀ به مقدسې خېمې ته ورننوځى چې تر څو پورې هغه پاکه شوې نۀ وى.


کۀ د هغۀ د ذکر نه اوبۀ روانې وى يا بند وى نو هغه ناپاک وى.


او هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چې ماشوم سنت کړى او هغوئ دا غوښتل چې د هغۀ د پلار نوم زکرياه پرې کېږدى.


اتۀ ورځې پس هغه سنت شو او د هغۀ نوم يې عيسىٰ کېښودو. دا هغه نوم وو چې د هغۀ د مور په ګېډه کېدو نه مخکښې فرښتې په هغۀ اېښودے وو.


بيا ځينې کسان د يهوديه نه راغلل او ايماندارانو ته يې تعليم شروع کړو چې، ”کۀ تاسو د موسىٰ د شريعت په مطابق سنت نۀ شئ نو خلاصون نۀ شئ موندلے.“


اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.


زما مقصد دا دے، کوم شريعت چې څلور سوه دېرش کاله وروستو راغلو، دا هغه تړون نۀ ماتوى کوم چې خُدائ پاک د پخوا نه مقرر کړے وو او نۀ د هغۀ وعده ماتوى.


زۀ به يو ځل بيا هر يو کس ته دا په تاکيد سره ووايم، کۀ څوک خپل ځان سنت کړى نو هغه به بيا ضرور د شريعت په ټولو حکمونو پوره عمل کوى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو او ستاسو د اولاد زړونه بدل کړى، نو تاسو به د زړۀ د اخلاصه د هغۀ سره مينه کوئ او په هغه مُلک کښې به تاسو ژوند تېروئ.


زۀ په اتمه ورځ سنت شوم، د بنى اِسرائيل د قوم او د بنيامين د قبيلې نه يم، د عبرانيانو نه عبرانى، او د شريعت په مطابق فريسى يم،


کله چې تاسو په مسيح ايمان راوړو نو تاسو په جسمانى توګه سنت شوى نۀ وئ. مسيح تاسو په روحانى توګه سنت کړئ او ستاسو د ګناه فطرت يې ختم کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan