9 تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى،
خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه نۀ شئ خوړلے.
دا ځناور مۀ خورئ يا چې مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ، دا ناپاک دى.
ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ.
ځکه کۀ زمونږ ايمان په عيسىٰ مسيح وى، نو بيا سنت او ناسنت څۀ غټه خبره نۀ ده. خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
خو څۀ خلق به وائى چې، ”تۀ ايماندار يې او زۀ نېک کارونه کوم.“ تۀ خپل ايمان بغېر د نېک کارونو نه ما ته وښايه او زۀ به خپل ايمان درته په نېک کار کولو وښايم.