46 نو دا د ځناورو او مارغانو په حقله قانون دے، د هغه هر ژوندى څيز په حقله چې په اوبو کښې اوسيږى او چې په زمکه ګرځى.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستونکى څيزونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“
نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.
د مالِک خُدائ د کور دا قانون دے، د غرۀ دپاسه ګېرچاپېره علاقه به د ټولو نه زياته مقدسه وى. دا د خُدائ د کور قانون دے.“
زۀ مالِک خُدائ يم چا چې تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، تاسو خامخا مقدس اوسئ، ځکه چې زۀ مقدس يم.
چې تاسو د پاک او ناپاک او د حلال او حرام په مينځ کښې فرق وکړئ.
دا قانون د جذام بيمارۍ او خارښت په حقله دے،
دا اصُول د هغه سړى په حقله دى چې د ذکر نه يې اوبۀ يا منى ځى،
دا اصُول د سوزېدونکې نذرانو دپاره دى، د غلې نذرانو دپاره، د ګناه نذرانو، د ګناه د تاوان د نذرانو، د مقررولو نذرانو او د سلامتۍ د نذرانو دپاره دى.