37 کۀ دا په هغه تخم باندې وغورزيږى کوم چې کَرلے کيږى، نو تخم به پاک وى.
خو چينه يا ډيګۍ به پاکه وى، خو کۀ بل هر څوک دې مړو ځناورو له لاس وروړى نو هغه به ناپاک وى.
خو کۀ تخم په اوبو کښې پستولے شى او دا قِسم مړ ځناور ورباندې راوغورزيږى، نو تخم به ناپاک وى.
او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى.
ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ.
خو څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغوئ قصداً ګناه نۀ کوى ځکه چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک ذات قائم وى، نو هغه ګناه نۀ کوى ځکه چې هغه د خُدائ پاک بچے دے.
مونږ ته پته ده چې څوک چې د خُدائ روحانى بچى دى هغوئ په ګناه کښې نۀ اوسيږى، خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى.