36 خو چينه يا ډيګۍ به پاکه وى، خو کۀ بل هر څوک دې مړو ځناورو له لاس وروړى نو هغه به ناپاک وى.
کۀ دا مړۀ شوى ځناور په هر څۀ باندې راوغورزيږى نو هغه به ناپاک وى، کۀ هغه د خټې نغرے وى يا د پخلى لوښے وى نو ماتولے به شى،
کۀ دا په هغه تخم باندې وغورزيږى کوم چې کَرلے کيږى، نو تخم به پاک وى.
”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“