34 هر هغه خوراک کوم چې په عامه توګه خوړلے شى، خو کۀ په دې خوراک باندې د هغه لوښى نه اوبۀ توئ کړے شوې وى، نو هغه خوراک به ناپاک وى او په داسې لوښى کښې چې د څښلو څۀ هم وى نو هغه به ناپاک وى.
مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.
د بدکاره د قربانۍ نه مالِک خُدائ کرکه کوى، نو د هغې نه به نور څومره کرکه کوى کومه چې په بدنېتۍ سره کيږى.
مغروره سترګې او مغرور زړۀ د بدعملو چراغ او ګناه ده.
څوک چې خپل ځان په زيات سود سره مالداره کړى خو آخر به د هغۀ مال دولت د هغه چا شى څوک چې په غريبانانو مهربانه وى.
کۀ دا مړۀ شوى ځناور د خاورو په لوښى کښې وغورزيږى، په هغې کښې چې هر څۀ وى نو هغه به ناپاک وى، نو تاسو هغه لوښے مات کړئ.
کۀ دا مړۀ شوى ځناور په هر څۀ باندې راوغورزيږى نو هغه به ناپاک وى، کۀ هغه د خټې نغرے وى يا د پخلى لوښے وى نو ماتولے به شى،
د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.