Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 11:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 او يا کۀ دا مړۀ وى او په څۀ څيز باندې وغورزيږى، نو هغه به ناپاک وى. هغه څيز کۀ د لرګى نه جوړ وى، کپړه، څرمن، يا بوجۍ وى، کۀ هر څيز دپاره هم استعماليږى. هغه څيز به په اوبو کښې غوپه کړے شى، خو دا به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 11:32
12 Iomraidhean Croise  

دا ستاسو دپاره ناپاک دى. چې دا مړۀ وى او هر څوک چې لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


هر څوک چې هغه کور ته دننه لاړ شى کله چې هغه تاله وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


هغه سړے کۀ د خټو لوښى له لاس وروړى نو دا به ماتولے شى او کۀ د لرګى لوښى له لاس وروړى نو خامخا به وينځلے شى.


او اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، چې د هغه سړى د پاکوالى کفاره ادا کړى.


کوم سړى چې دا چېلے په بيابان کښې عزازيل له بوتلے وى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.


هر څوک، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا د پردى مُلک کس، کۀ هغۀ د يو داسې ځناور غوښه وخوړله چې هغه په خپل مرګ مړ وى يا ځنګلى ځناورو وژلے وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى، غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به هغه ناپاک وى خو بيا به پاک شى.


هر يو اِمام چې ناپاک شى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى، خو بيا به هم هغه مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې يې غسل نۀ وى کړے.


د خاورې په کوم لوښى کښې چې غوښه يشولے شوې وى هغه دې مات کړے شى او کۀ د زېړو لوښے استعمال شوے وى، نو هغه دې ومږلے شى او په اوبو کښې دې کنګال کړے شى.


په خېمه کښې هر لوښے چې سر ورباندې نۀ وى هغه به هم ناپاک وى.


د هغې نه پس، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو بيا هغه خېمو ته دننه راتلے شى، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.


نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan