Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 11:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24-28 دا ځناور ستاسو دپاره ناپاک دى، هر څوک چې دې مړو ځناورو ته لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى يعنې ټول نوکونه لرونکى ځناور، خو د هغې نه بغېر چې نوکونه يې په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى، او ټول څلور پښې لرونکى ځناور چې پنجې لرى. چې دا ځناور مړۀ وى او هر څوک ورله لاس وروړى يا يې يوسى، نو هغه به خامخا خپلې جامې وينځى، خو هغه به بيا هم تر ماښامه پورې ناپاک وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 11:24
36 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپله ما سره خبرې وکړې او راته يې وفرمائيل، ”ترڅو پورې چې تاسو ژوندى يئ نو دا بد عمل به درته هيڅکله معاف نۀ شى. ما، مالِک خُدائ پاک، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“


خو نور ټول واړۀ څيزونه چې وزر لرى او په زمکه باندې په پښو ګرځى دا به ستاسو دپاره حرام وى.


دا ستاسو دپاره ناپاک دى. چې دا مړۀ وى او هر څوک چې لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


دا ځناور مۀ خورئ يا چې مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ، دا ناپاک دى.


هر څوک چې هغه کور ته دننه لاړ شى کله چې هغه تاله وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


هر څوک چې هر هغه څيز له ګوتې وروړى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى. کۀ څوک هر هغه څيز يوسى چې په کوم باندې هغه سړے ناست وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


د کوم سړى د ذکر نه چې اوبۀ ځى کۀ هغۀ خپل لاسونه نۀ وى وينځلى او چا له ګوتې وروړى، نو هغه کس به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


او اِمام به د دې نه يوه د ګناه د نذرانې په توګه او بله د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، چې د هغه سړى د پاکوالى کفاره ادا کړى.


هر څوک چې د هغې بسترې يا هر هغه څيز له لاس وروړى چې په کوم باندې هغه ناسته وى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


هر څوک چې دې څيزونو له لاس وروړى نو هغه ناپاک دے او خامخا به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


هر څوک چې د هغۀ بسترې له لاس وروړى


يا په هر څۀ باندې کښېنى په کوم باندې چې هغه سړے ناست وى نو هغه به جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


کۀ څوک هغه سړى له لاس وروړى چې د کوم نه اوبۀ ځى نو هغه به خامخا خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاکه وى.


چې د کوم سړى د ذکر نه اوبۀ ځى کۀ هغه په يو پاک کس توکاڼې اوتُوکى، نو هغه کس به خامخا جامې ووينځى او غسل به وکړى او تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


کوم سړى چې دا چېلے په بيابان کښې عزازيل له بوتلے وى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.


څوک چې دا وسوزوى نو کېمپ ته واپس راتلو نه مخکښې هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى.


د هارون د اولاد يو کس هم دا مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې په هغۀ د جذام بيمارى وى يا د هغۀ د بدن نه څۀ وځى چې ترڅو پورې هغه پاک شوے نۀ وى. هر هغه اِمام ناپاک دے چې هغه داسې څۀ څيز له لاس وروړى چې هغه د يو مړى سره د لګېدو په وجه ناپاک وى يا د هغۀ د ذکر نه اوبۀ وځى


يا کۀ هغه يو ناپاک ځناور يا ناپاک کس له لاس وروړى.


هر يو اِمام چې ناپاک شى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى، خو بيا به هم هغه مقدسې نذرانې نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې يې غسل نۀ وى کړے.


کۀ څوک په غلطۍ سره يو حرام څيز له لاس وروړى، لکه چې يو مړ مردار ځناور له، نو هغه ناپاک او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ دا خطا کړې ده.


کۀ يو کس ناپاک څيز له لاس وروړى، کۀ هغه ناپاکى د بنى آدم يا د ځناور وى او د دې نذرانې غوښه وخورى، نو هغه به نور د مالِک خُدائ د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


د هغې نه پس، هغه به خپلې جامې ووينځى او غسل به وکړى، نو بيا هغه خېمو ته دننه راتلے شى، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وى.


دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى.


دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.


د تيارې په بې‌فائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.


نو چې تاسو د مسيح سره مړۀ شوئ او هغۀ تاسو د دُنيا د بنيادى اصُولو نه آزاد کړئ، نو بيا تاسو ولې په دُنياوى اصُولو ژوند تېروئ؟ او د هغې حُکمونه داسې منئ چې،


ځکه چې داسې به هغۀ د دُنيا د پېدايښت نه دا تکليف بيا بيا زغملو. خو داسې نۀ ده هغه اوس په يو ځل د زمانې په آخر د ټولو دپاره راښکاره شو چې د خپلې قربانۍ په وسيله ګناه ختمه کړى.


خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan