22 تاسو کېرړى، د قحطۍ مُلخان او نور مُلخان خوړلے شئ.
کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى.
خو بغېر د هغې نه چې په پښو ګرځى او ټوپونه وهى.
خو نور ټول واړۀ څيزونه چې وزر لرى او په زمکه باندې په پښو ګرځى دا به ستاسو دپاره حرام وى.
د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.
په ايمان کښې کمزورى خلق ځان سره شريک کړئ او په مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه مۀ کوئ.
غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.
په دې حقله مونږ سره ډيرې خبرې دى خو دا تشريح کول سخت کار دے، ځکه چې تاسو په پوهېدو کښې سست يئ.