Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 11:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره وُو. تاسو په زمکه ګرځېدونکے هر هغه ځناور خوړلے شئ

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 11:2
22 Iomraidhean Croise  

خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“


خو دانيال دا فېصله وکړه چې خپل ځان به په شاهى خوراک او شاهى ميو نۀ پليتوى، او هغۀ د خصيانو د مشر آفسر نه اجازت وغوښتو چې هغه په دې طريقې ځان نۀ پليتوى.


مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل


داسې څيزونه به ستاسو دپاره حرام وى. تاسو به هيڅکله هم د دې غوښه نۀ خورئ يا کۀ مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ.


دا هغه مارغان دى چې تاسو به ترې نه کرکه کوئ چې تاسو يې ونۀ خورئ ځکه چې دا حرام دى، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ګنجۍ، کارغۀ، شتر‌مرغ، ايلۍ، زاڼې، ډينګ، ماهى خور مارغۀ، سمندرى بطحه، ملا‌چرچک يا ښاپېرک.


خو بغېر د هغې نه چې په پښو ګرځى او ټوپونه وهى.


ړنده مږه، عامه مږه، منږکان او سمسېره، کربوړے او هر قِسم چرمښکۍ به خامخا ناپاک ګڼلے شى.


چې د هغې د پښو سومونه په مينځ بېل وى او بيا بيا شخوند وهى،


هر هغه خوراک کوم چې په عامه توګه خوړلے شى، خو کۀ په دې خوراک باندې د هغه لوښى نه اوبۀ توئ کړے شوې وى، نو هغه خوراک به ناپاک وى او په داسې لوښى کښې چې د څښلو څۀ هم وى نو هغه به ناپاک وى.


کۀ يو حلال ځناور مړ شى، کۀ هر څوک ورله لاس وروړى نو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وى.


خو تاسو دا ځناور مۀ خورئ، يعنې اوښ، ځنګلى سوه، يا عامه سوه. دا به ناپاک ګڼلے شى، دا بيا بيا شخوند وهى، خو د دې سومونه يې په مينځ بېل نۀ دى.


تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى،


څۀ چې په خولۀ دننه کيږى په هغې يو کس نۀ پليتيږى، خو په هره هغه خبره پليتيږى څۀ چې د هغۀ د خولې نه راوځى.“


د هر قسم او مختلف تعليمونو په وجه بې‌لارې کېږئ مه، ځکه چې دا ښۀ ده چې زړۀ په فضل مضبوط شى، نۀ د هغه خوراکونو په اصُولو کومو چې هغوئ ته څۀ فائده نۀ ده ورکړى چا چې دا منل.


بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan