Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 11:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 داسې څيزونه به ستاسو دپاره حرام وى. تاسو به هيڅکله هم د دې غوښه نۀ خورئ يا کۀ مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 11:11
8 Iomraidhean Croise  

د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله.


او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى.


خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه نۀ شئ خوړلے.


تاسو هر هغه څيز مۀ خورئ کوم چې په اوبو کښې اوسيږى او وزر او په څرمن پترى نۀ لرى.


دا هغه مارغان دى چې تاسو به ترې نه کرکه کوئ چې تاسو يې ونۀ خورئ ځکه چې دا حرام دى، شاهين، ګونګا، باز، شهباز، باښه، ګنجۍ، کارغۀ، شتر‌مرغ، ايلۍ، زاڼې، ډينګ، ماهى خور مارغۀ، سمندرى بطحه، ملا‌چرچک يا ښاپېرک.


کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره وُو. تاسو په زمکه ګرځېدونکے هر هغه ځناور خوړلے شئ


کۀ څوک په غلطۍ سره يو حرام څيز له لاس وروړى، لکه چې يو مړ مردار ځناور له، نو هغه ناپاک او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ دا خطا کړې ده.


تاسو دا ځناور خوړے شئ، څاروى، ګډې، چېلۍ


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan