10 خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه نۀ شئ خوړلے.
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو، ”سمندر دې د ډېر قِسم ساه اخستونکى څيزونو نه ډک شى او هوا دې د مارغانو نه ډکه شى.“
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
نېکان د بېايمانانو نه نفرت کوى، او بدکاران د نېکانو نه نفرت کوى.
داسې څيزونه به ستاسو دپاره حرام وى. تاسو به هيڅکله هم د دې غوښه نۀ خورئ يا کۀ مړۀ وى نو لاس به هم نۀ وروړئ.
تاسو هغه هر قِسم کبان خوړلے شئ کوم چې وزر او په څرمن پترى لرى،
کۀ د سلامتۍ نذرانې نه څۀ په درېمه ورځ هم وخوړلے شى، نو خُدائ پاک به د هغه کس نذرانه قبوله نۀ کړى. دا نذرانه به د هغۀ په فائده کښې حِساب نۀ شى بلکې ناپاکه به وګڼلے شى او چې څوک هم دا وخورى نو هغۀ ته به د خپلو بدو سزا مِلاو شى.
خو داسې د اوبو بل هر يو څيز چې وزر او په څرمن پترى نۀ لرى هغه به نۀ شئ خوړلے، دا به خامخا حرام ګڼلے شى.
هيڅ يو حرام څيز مۀ خورئ.
خو د ويرېدونکو، بېايمانانو، پليتانو، قاتلانو، حرامکارانو، جادوګرانو، بُت پرستانو او هر قسم دروغژن خلق به په هغه درياب کښې وى چې په کښې د ګوګړو اور بليږى، او دا دوېم مرګ دے.“