Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 10:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 ”د ميو يا د شرابو څښلو نه پس تۀ او ستا زامن زما د حضور مقدسې خېمې ته مۀ راځئ، کۀ تاسو داسې وکړل، نو مړۀ به شئ. دا قانون د همېشه دپاره دے چې ستاسو ټول اولاد به پرې عمل کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 10:9
17 Iomraidhean Croise  

هارون او د هغۀ زامن دې هغه ډيوه زما د حضور په خېمه کښې د پړدې نه بهر ولګوى چې د لوظ صندوق ته مخامخ ده. دا به هلته زما په حضور کښې د ماښام نه واخله تر سحره پورې بليږى. بنى اِسرائيل او د هغوئ اولاد به همېشه دپاره دا حُکم منى.


مے انسان نه مسخره کوونکے جوړوى او د شراب څښل د شر او فساد جرړه ده، هر هغه څوک چې په دې راواوړى نو هغه هوښيار نۀ دے.


نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.


يو اِمام دې هم مے ونۀ څښى کله چې دننه دربار ته ننوځى.


مے کۀ زاړۀ وى او کۀ نوى وى نو دا دواړه زما د خلقو عقل خرابوى.


نو مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل،


يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.


بيا به اِمام دا د يوې خاص تُحفې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کړى، دا د اِمام دپاره يوه مقدسه نذرانه ده، د دې نه علاوه د ګډ سينه او پتُون د قانون په مطابق د اِمام دى، نو بيا، هغه کس چې د نذير په حيثيت يې قسم خوړلے وو، مے څښلے شى.


نو هغوئ به د ميو نه او شرابو نه ځان وساتى. هغوئ به داسې يو قِسم رس هم نۀ څښى چې د انګورو نه جوړ وى او نۀ به کچه انګور او نۀ اوچ انګور خورى.


ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى،


په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.


چې نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، بلکې نرم مزاجه وى او نۀ بحث کوونکے او نۀ د پېسو لالچى وى.


خادِمان دې هم دغه شان ادب ناک وى، دوه ژبې يا شرابى يا د ناجائزه مال دولت لالچيان دې نۀ وى.


صرف اوبۀ مۀ څښه بلکې د خپلې معدې او اکثر د ناجوړه کېدو په وجه لږ شان مے هم استعمالوه.


ځکه چې د جماعت مشر دې د خُدائ پاک د کار د مُختار کېدو په وجه بې‌اِلزامه وى، هغه دې نۀ سرکشه، نۀ غصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، او نۀ دې د ناجائزې ګټې حرصناک وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan