7 د مقدسې خېمې د دروازې د خولې نه مۀ ځئ ګنې مړۀ به شئ، ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ په تېلو غوړ کړے شوى يئ.“ نو هغوئ هم هغه شان وکړل چې څنګه موسىٰ فرمائيلى وُو.
دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
بيا د زيتُونو تېل واخله او د مقررولو د نښې په طور د هغۀ سر مسح کړه.
بيا د هارون او د هغۀ د زامنو سرونه په تېلو غوړ کړه او زما په خِدمت کښې يې د اِمامانو په توګه مقرر کړه.
نو مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل،
موسىٰ د هارون په سر باندې د غوړولو دپاره څۀ تېل واچول او سر يې ورله غوړ کړو چې وقف شى.
موسىٰ د سر غوړولو څۀ تېل او څۀ وينه د قربانګاه نه واخستله او په هارون او د هغۀ په زامنو او د هغوئ په جامو يې وشيندله. داسې هغۀ هغوئ او د هغوئ جامې مالِک خُدائ ته مخصوصې کړې.
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“
چې خُدائ پاک څنګه عيسىٰ ناصرى په روحُ القُدس او په قدرت مسح کړو. نو بيا هغه هرې خوا ته ګرځېدو او د هغوئ ټولو سره يې ښۀ کول او شفا يې ورله ورکوله، چې د اِبليس په قبضه کښې وُو، ځکه چې خُدائ پاک د هغۀ سره وو.
خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو، او هغۀ مونږ مقرر کړى يُو.