ليويانو 10:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 بيا موسىٰ هارون ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ مطلب دا وو کله چې هغۀ وفرمائيل، هر څوک چې زما خِدمت کوى هغوئ دې خامخا زما د پاکوالى عزت کوى، زۀ به خپلو خلقو ته خپل جلال څرګند کړم.“ خو هارون غلے پاتې شو. Faic an caibideil |
بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.
ما، مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک په تېره زمانه کښې دا وعده وکړه چې ستاسو خاندان او قبيله به د ټولو وختونو دپاره د اِمامانو په توګه زما خِدمت کوى. خو اوس زۀ دا وايم چې نور به داسې نۀ وى بلکې د دې په ځائ، څوک چې زما عزت کوى نو زۀ به د هغوئ عزت کوم او چې څوک زما بېعزتى کوى نو زۀ به د هغوئ سپکاوے کوم.