Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 10:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هارون په جواب کښې وفرمائيل، ”کۀ ما د ګناه نذرانه خوړلې وے، نو مالِک خُدائ به قبوله کړې وے څۀ؟ خلقو نن په خپله د ګناه نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کړه او هغوئ خپله سوزېدونکې نذرانه هم راوړه، خو بيا هم دا مصيبتونه ما ته راپېښ شول.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 10:19
17 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بې‌شمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ.


کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى.


تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“


نو بيا يې څۀ فائده ده چې دوئ د شيبا نه ما ته عطر راوړى دى، او يا د لرې مُلکونه نه قيمتى خوشبودارې مصالحې راوړى دى. زۀ به ستاسو سوزېدونکې نذرانې نۀ قبلوم. ستاسو په قربانو زۀ نۀ خوشحالېږم.


هغوئ به مالِک خُدائ ته نۀ د ميو نذرانې وړاندې کړے شى او نۀ به يې په قربانيانو رضا کړے شى. د هغوئ د نذرانو روټۍ به د ماتم کوونکو د روټۍ په شان وى يعنې څوک هم چې دغه روټۍ خورى نو هغه به ناپاک شى. په دې به هغوئ صرف خپله لوږه ختموى، خو د مالِک خُدائ کور ته به د نذرانې په توګه نۀ شى وړلے.


چې کله موسىٰ دا واورېدل، نو د هغۀ تسلى وشوه.


هغه ځناور يې حلال کړو کوم چې د هغۀ د خپلې سوزېدونکې نذرانې دپاره وو. د هغۀ زامنو هغۀ له وينه راوړه، نو هغۀ د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.


هارون قربان‌ګاه ته لاړو او د خپل ځان دپاره يې يو سخے د ګناه د نذرانې په توګه حلال کړو.


”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بې‌فائدې اور زما په قربان‌ګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.


او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.


يو بل کار تاسو وکړئ، تاسو د مالِک خُدائ قربان‌ګاه په اوښکو ډکه کړئ. تاسو وژاړئ او زارى وکړئ ځکه چې نور هغه نۀ ستاسو نذرانو ته ګورى او نۀ يې ستاسو د لاسونو نۀ په خوشحالۍ سره قبلوى.


هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.


کله چې زۀ په غم غمژن وم نو ما د دې نه هيڅ نۀ دى خوړلى، کله چې زۀ ناپاک وم نو ما د دې نه د خپل کور نه بهر هيڅ نۀ دى ويستلى، او ما د دې نه د مړو دپاره نذرانې په توګه هيڅ نۀ دى ورکړى. مالِکه خُدايه، ما ستا تابعدارى کړې ده، د لسمې حِصې په حقله چې تا څۀ حُکم کړے دے نو ما هغه هر څۀ کړى دى.


همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.


او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.


په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan