Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 10:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 هغه پتُون او سينه به په هغه وخت راوړے شى چې کله وازګه په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى. دا برخې به همېشه دپاره ستاسو او ستاسو د بچو وى، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 10:15
12 Iomraidhean Croise  

چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا او ستا اولاد له همېشه دپاره درکوم.


هر يو به خامخا سنت کيږى، دا به په بدن يوه نښه وى چې پته لګى چې تا سره زما لوظ نۀ ختمېدونکے دے.


اِبراهيم تندے په زمکه ولګولو، سجده يې وکړه، خو اِبراهيم په خندا شو، چې کله هغۀ سوچ کولو، ”چې يو سړے د سلو کالو زوړ وى د هغۀ بچى پېدا کېدے شى څۀ؟ د ساره بچى پېدا کېدے شى چې د لس کم سلو کالو ده؟“


زۀ به تا او ستا اولاد له دا مُلک ورکوم په کوم کښې چې تۀ اوس مسافر يې. د کنعان ټول مُلک به همېشه دپاره ستا د اولاد وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.“


کله چې اِمامان مقررولے شى هغه د ګډ پوښتۍ او پتُون کوم چې د مقررولو دپاره استعماليږى هغه به اوچت کړے شى او د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره به بېل کړے شى.


دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.


د ځناور سينه يوه خاص تُحفه ده او ښے پتُون يوه خاص برخه ده چې مالِک خُدائ يې د بنى اِسرائيلو نه اخلى او اِمامانو له يې ورکوى. نو داسې به اِسرائيليان په راتلونکى ټولو وختونو کښې دا اِمامانو له ورکوى.


اِسرائيليان چې هره يوه خاص برخه مالِک خُدائ ته پېش کوى نو هغه به د اِمام وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan