Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 10:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 خو تاسو او ستاسو خاندان هغه سينه او پتُون خوړلے شئ کوم چې د اِمامانو دپاره مالِک خُدائ ته د خاص تُحفې او خاص برخې په توګه پېش کيږى. دا تاسو په يو پاک ځائ کښې خوړلے شئ. دا نذرانې تاسو او ستاسو بچو له د بنى اِسرائيلو د سلامتۍ د نذرانو د برخې نه درکړے شوې دى چې ستاسو شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 10:14
10 Iomraidhean Croise  

د مقرر کېدلو په وخت کښې چې د کفارې د رسم ادا کولو دپاره څۀ استعمال شوى وُو هغوئ به هغه خورى. صِرف اِمامان به دا خوراک خورى ځکه چې دا خوراک مقدس دے.


بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.


دا په مقدس ځائ کښې وخورئ، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه کښې ستا او ستا د زامنو حِصه ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے دے.


خو کۀ د هغۀ لور کونډه يا طلاقه شوې وى چې د هغې بچى نۀ وى او هغه واپس راغلې وى او د پلار په کور کښې اوسيږى نو هغه دا خوراک خوړلے شى چې کوم يې پلار ته د اِمام په توګه مِلاو شوے وى. صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا خوراک خوړلے شى.


او هغه سينې او ښے پتُون يې مالِک خُدائ ته د اِمامانو دپاره د خاص تُحفې په توګه پېش کړې، څنګه چې موسىٰ حُکم کړے وو.


د دې نه علاوه، اِسرائيليان چې نورې خاص برخې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. زۀ دا د راتلونکى ټولو وختونو دپاره تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم. ستا د خاندان هر يو کس چې پاک وى نو هغه دا خوړلے شى.


اِسرائيليان چې هره يوه خاص برخه مالِک خُدائ ته پېش کوى نو هغه به د اِمام وى.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan