Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 10:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 تاسو خامخا د هغه څيزونو په مينځ کښې فرق کوئ څۀ چې د خُدائ پاک دى يا څۀ چې د عام استعمال دپاره دى او د هغه څيزونو په مينځ کښې چې کوم پاک دى او کوم ناپاک دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 10:10
9 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ په جواب کښې ما ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ واپس راشې، نو زۀ به تا له بيا خپل مقام درکړم چې تۀ زما خِدمت وکړې. کۀ تۀ د بې‌مطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې. دا خلق دې ضرور تا له راشى بلکې تۀ د هغوئ په شان مۀ جوړېږه.


د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بې‌حرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.


هغوئ دې زما خلقو ته د مقدس او عام څيزونو په مينځ کښې د فرق تعليم ورکړى او ورته دې د حرامو او حلالو په مينځ کښې فرق وښائى.


چې تاسو د پاک او ناپاک او د حلال او حرام په مينځ کښې فرق وکړئ.


اِمام به هغه وګورى او کۀ زخم سور بخن سپين وى،


کۀ يو څيز پاک يا ناپاک وى نو په دې قانون به فېصله کولے شى.


د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بې‌ايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan