8 هغوئ به د ځناور حِصې، سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.
دوه غوَيان راولئ، وړومبے دې د بعل پېغمبران خوښ کړى، حلال دې کړى، ټوټې ټوټې دې کړى او په لرګو باندې دې کېږدى، خو اور دې نۀ بلوى. او زۀ به د هغه بل غوَيى سره هم دغه شان وکړم.
بيا هغۀ لرګى په قربانګاه باندې کېښودل، غوَيے يې ټوټې ټوټې کړو او په لرګو يې کېښودو. هغۀ وفرمائيل، ”دا څلور منګى د اوبو نه ډک کړئ او په نذرانه او لرګو باندې يې واچوئ.“ نو هغوئ هم داسې وکړل،
په ګېرچاپېره دېوال کښې د دوو خُلو والا کُنډې راځوړندې وې چې يو څپک اوږدې وې. دا مېزونه د نذرانو د څاروو دپاره وُو.
چې کله هغه کس دا حِصې حِصې کړى، نو اِمامان به د دې ټولې حِصې سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى.
او هغه دې د هغه ځناور دا حِصې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. په دې کښې به په کولمو باندې ټوله وازګه،
پښتورګى او په هغې باندې چې څومره وازګه وى او د اينې ښۀ حِصه هم وى.