Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 1:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 1:3
79 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې انښتے وو. هغه لاړو او راوې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو.


خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل اېک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“


اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندوبست وکړى.“ او دوئ دواړه روان وُو.


نوح يوه قربان‌ګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پېش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو را ونيولو، او حلال يې کړل، او په قربان‌ګاه کښې يې وسوزول.


هغوئ مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه اويا غوَيى، سل ګډان او دوه سوه ګډُورى راوستل،


بيا هغوئ څاروى د سوزېدونکې نذرانې دپاره د کورَنو د ډلو په مطابق په خلقو باندې تقسيم کړل، نو هغوئ دا د موسىٰ د شريعت د اصُولو په مطابق پېش کړل.


کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.


پاکه خُدايه، چې زۀ ستا رضا پوره کړم، ستا قانون زما په زړۀ کښې ليکلے شوے دے.“


تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


بيا هغۀ د بنى اِسرائيلو څۀ زلمى مقرر کړل او هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې قربانۍ او څۀ څاروى د سلامتۍ قربانۍ په توګه پېش کړل.


ټول ګډ په قربان‌ګاه باندې وسوزوه، دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانه ده. د دې خوشبوئى په هغۀ ښۀ لګى.


هارون او د هغۀ زامن زما د حضور خېمې دروازې ته راوله او هغوئ له غسل ورکړه.


په راتلونکى ټولو وختونو کښې، دا سوزېدونکې نذرانه زما د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې به پېش کولے شى. چې هلته به تاسو د مالِک خُدائ سره ملاقات وکړئ او تا سره به خبرې وکړى.


بل سحر وختى هغوئ څۀ ځناور راوستل چې د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې قربان کړى او چې نور د خوړلو د سلامتۍ نذرانې په توګه پېش کړى. هغه خلق د خوړلو او څښلو دپاره کښېناستل او بيا هغوئ پاڅېدل، د مستۍ او عياشۍ سره ګډېدل.


او چې د چا زړۀ هم غوښتل نو هغوئ مالِک خُدائ ته يوه نذرانه راوړه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه شى. هغوئ هغه هر څيز راوړو د کوم چې په عبادت کښې او د اِمامانو دپاره مقدس لِباس جوړولو کښې ضرورت وو.


ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.


مالِک خُدائ ته يوه نذرانه پېش کړئ. د چا زړۀ چې غواړى نو داسې څيزونه په نذرانه کښې راوړلے شئ لکه سرۀ زر، سپين زر، يا زېړ،


هغوئ د موسىٰ نه هغه ټولې نذرانې اخستلې کومې چې بنى اِسرائيلو د مقدسې خېمې جوړولو دپاره راوړې وې. خو بنى اِسرائيلو به هر سحر خپلې نذرانې موسىٰ له راوړلې.


د سوزېدونکې نذرانې دپاره، د کيکر د لرګى نه بضلى‌اېل يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. هغه څلور‌ګوټه وه، چې اووۀ نيم فټه اوږده وه، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وه.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بې‌شمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ.


زما په مقدس غر، د بنى اِسرائيلو په اوچت غر، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، هلته په هغه مُلک کښې د بنى اِسرائيلو ټول قوم به زما عبادت وکړى، او هلته به زۀ هغوئ قبول کړم. او هلته به زۀ ستاسو نه نذرانې او غوره تحفې او ستاسو ټولې مقدسې قربانۍ وغواړمه.


د دروازې د ډيوډۍ سره په دواړه خواو کښې دوه مېزونه وُو، په کومو به چې د سوزولو د نذرانو، د ګناه د نذرانو او د ګناه د تاوان د نذرانو څاروى حلالولے شول.


کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


په اتمه ورځ به هغه دوه ګډُورى او يوه ګډورۍ چې د يو کال وى او هيڅ عېب په کښې نۀ وى، درې کلو اوړۀ چې د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى او د ليټر درېمه حِصه د زيتُونو تېل دې راوړى.


بيا به هغه دوه چېلى د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته بوځى.


يو اِسرائيلے يا د پردى مُلک هر يو کس چې د هغوئ سره اوسيږى چې هغه يوه سوزېدونکې نذرانه يا بله څۀ قربانى پېش کوى


او د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته يې مالِک خُدائ ته د پېش کولو دپاره رانۀ وړى نو هغه کس به نور د خُدائ پاک د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.


په کومه ورځ چې تاسو د فصل نذرانه پېش کوئ، نو د يو کال ګډُورے هم د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړئ چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


او قوم دې د دې روټۍ سره اووۀ يو کلن ګډُورى، يو غوَيے او دوه ګډان پېش کړى، چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. دا به د سوزېدونکې نذرانې په توګه، سره د غلې د نذرانې او د ميو د نذرانې سره مالِک خُدائ ته پېش کيږى. د دې نذرانې خوشبوئى په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


د قوم مشران به د دې په سر خپل لاسونه کېږدى او سخے دې هلته حلال کړے شى.


او چې د خپلې ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يو چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى.


کۀ يو کس د ګناه د نذرانې دپاره د ګډو نه څۀ راولى، نو هغه دې يوه ګډه وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


کۀ يو کس په غلطۍ سره داسې ګناه وکړى او د هغه قيمت په ورکولو کښې ناکام شى چې کوم مالِک خُدائ ته پېش کول وُو، نو هغه به د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو داسې ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى.


هغه به خامخا اِمام ته د ګناه د تاوان د نذرانې په توګه يو ګډ يا چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. د دې قيمت به د منلے شوى معيار په مطابق مقررولے شى. اِمام به د هغۀ د ګناه دپاره کفاره ادا کړى کومه چې هغۀ په غلطۍ سره کړې وى او هغه به معاف کړے شى.


کۀ څوک د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګناه وکړى، لکه چې د يو اِسرائيلى امانت واپس ورنۀ کړى، يا د چا نه څۀ څيز پټ کړى، يا څوک دوکه کړى، نو يوه نذرانه به ورکړى،


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو


کۀ يو کس د قسم پوره کولو يا د خپلې رضاکارانه نذرانې په توګه، د سلامتۍ نذرانه راوړى، چې دا په کومه ورځ پېش کيږى نو په هغه ورځ دې خوړلے شى خو چې څۀ پاتې وى نو هغه به په بله ورځ خوړلے شى.


بيا، موسىٰ د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ راوستلو او هارون او د هغۀ زامنو خپل لاسونه د دې په سر کېښودل.


هغۀ هارون ته وفرمائيل، ”يو سخے او يو ګډ روان کړه چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او مالِک خُدائ ته يې پېش کړه، سخے د ګناه د نذرانې دپاره دے او ګډ د سوزېدونکې نذرانې دپاره دے.


اے تُورې، زما د شپونکى خلاف راپاڅه، د هغه سړى خلاف چې زما ملګرے دے.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”زۀ به شپون ووهم، او ګډې به يې خورې ورې شى، او زۀ به خپل لاس د هغوئ خلاف اوږد کړم چې واړۀ دى.


”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“


يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.


کله چې يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې پوره کولو د نذرانې يا د سلامتۍ د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى،


”بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايئ، چې هغوئ تاسو له يوه سره غوا راولى چې لنګتون يې نۀ وى کړے او هيڅ عېب په کښې نۀ وى او يوې ورباندې هيڅکله هم نۀ وى شوې،


خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.


بلق ووئيل، ”ما سره لاړ شه او زۀ به تا يو بل ځائ ته بوځم. کېدے شى چې د خُدائ پاک خوښه وى چې په هغوئ باندې زما دپاره د هغه ځائ نه لعنت ووائې.“


بيا بلعام بلق ته ووئيل، ”دلته د خپلې سوزېدونکې نذرانې سره ايسار شه نو زۀ ځم چې وګورم چې مالِک خُدائ ما ته راڅرګنديږى او کۀ نه. چې هغه ما ته څۀ هم ووائى نو زۀ به تا ته ووايم.“ نو هغه يو خوشى غر ته لاړو،


بلق هم هغه شان وکړل چې څنګه يې وئيلى وُو او يو غوَيے او يو ګډ يې په هره يوه قربان‌ګاه باندې پېش کړل.


د هرې مياشتې په شروع کښې مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، دوه سخى، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په هر يو کښې هيڅ عېب نۀ وى.


په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په دې کښې هم څۀ عېب نۀ وى.


د هرې ورځې د سوزېدونکې نذرانې او د غلې د نذرانې نه علاوه به تاسو دا نذرانې او د څښلو نذرانه پېش کوئ. او ياد ساتئ چې دا ځناور بې‌عېبه وى.


په وړومبۍ ورځ په اور تيارېدونکې نذرانه مالِک خُدائ ته پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، ديارلس سخى، دوه ګډان او څوارلس يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.


چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“


نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم.


زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.


ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.


تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.


ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.


او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بې‌داغه وى.


هلته هغه نذرانې پېش کوئ کومې چې د مالِک خُدائ په قربان‌ګاه باندې پوره سوزولے شى. هغه نذرانې هم پېش کوئ چې تاسو د هغې غوښه خورئ او وينه يې په قربان‌ګاه باندې تويَوئ.


خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته داسې يو څاروے يا ګډ هم مۀ قربانى کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، مالِک خُدائ د دې کار نه نفرت کوى.


ځکه چې مونږ ته هم د داسې مشر اِمام ضرورت دے چې هغه پاک او معصوم او بې‌داغه وى، او د ګناهګارانو نه جدا او د آسمانونو نه اوچت وى.


نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan