2 هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى.
څۀ موده پس، قائِن د خپل فصل څۀ حِصه راوړه او د مالِک خُدائ په حضور کښې يې پېش کړه.
خو قائِن او د هغۀ قربانى يې نامنظوره کړه. قائِن د غصې نه تک سور شو او تندے يې تريو کړو.
د مالِک خُدائ د ستائنې وړ نوم لوئى بيان کړئ، نذرانه راوړئ او د هغۀ حضور ته راشئ. کله چې هغه مقدسه هستى څرګنديږى نو د هغۀ په وړاندې سجده وکړئ،
او د دې نه علاوه هغوئ د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې هم پېش کولې او هغه نذرانې يې هم پېش کولې چې د نوې مياشتې په اختر او په کلنى اخترونو کښې پېش کېدلې چې په دې اخترونو کښې به د مالِک خُدائ عبادت کېدلو، او هم داسې هغه ټولې نذرانې هم پېش کېدلې کومې چې مالِک خُدائ ته په رضاکارانه توګه ورکولے شوې.
زما دپاره د خاورې نه يوه قربانګاه جوړه کړئ او په دې باندې خپل ګډان، چېلى او غوَيان د پوره سوزېدونکې قربانو او د سلامتۍ د قربانو په توګه حلالوئ. د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.
يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
په داسې دواړو حالتونو کښې سړے به خپله ښځه اِمام له بوځى. هغه به يو کلو د اوربشو اوړۀ هم يوسى، خو هغه به په دې باندې د زيتُونو تېل نۀ اچوى او نۀ به ورباندې خوشبوئى اچوى، ځکه چې دا نذرانه د شکمن خاوند د طرف نه ده، دا د دې دپاره پېش کيږى چې حقيقت څرګند شى.
خو کۀ تاسو مور پلار ته ووايئ چې، زۀ تاسو له څۀ نۀ شم درکولے ځکه چې څۀ ما تاسو له درکول نو د هغې ما منښته نيولې ده چې د خُدائ پاک په نامه به يې ورکړم،
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے.
مونږ ته د فضل په مطابق مختلف نعمتونه مِلاو شوى دى. کۀ تاسو ته د پېشګوئې نعمت مِلاو شوے وى نو د ايمان په مطابق پېشګوئې کوئ.
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.