16 هغه دې د دې ججُوره او په ججُوره کښې چې څۀ وى هغه دې لرې کړى او دا دې د قربانګاه نمرخاتۀ طرف ته وغورزوى چرته چې ايرې اچولے شى.
نو سمدستى هغه څۀ پوره شُو څۀ چې د نبوکدنضر په حقله وئيلى شوى وُو. هغه د خلقو د مينځ نه وشړلے شو او د ځناورو په شان يې ګياه وخوړله. د هغۀ په بدن پرخه ورېدله تر هغې پورې د هغۀ وېښتۀ لکه د شاهين د بڼو په شان لوئ شُو او د هغۀ نوکونه لکه د مارغانو د پنجو په شان اوږدۀ شول.
کوم غوَيے او چېلے چې د ګناه د نذرانې دپاره استعمال شوى وُو چې وينه يې د ګناه د کفارې ادا کولو دپاره زيات مقدس ځائ ته راوړلے شوې وه، دا به د کېمپ نه بهر وړلے شى او سوزولے به شى. څرمن، غوښه او کولمې هر څۀ به سوزولے شى.
دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کيږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى.
يا کۀ يو ورک شوے څيز پېدا کړى او د هغې په حقله دروغ ووائى او داسې قسم وخورى چې هغۀ دا نۀ دے موندلے.
فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى.
تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.