15 اِمام به دا په قربانګاه باندې پېش کړى، د هغې څټ به تاو کړى او سر به يې په قربانګاه باندې وسوزوى او د هغې وينه دې د قربانګاه په اړخ باندې وڅڅولے شى.
اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟ تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟
د زمرو د خولې نه ما راوباسه، او ما د ځنګلى غوَيانو د ښکرو نه په امان کړه.
نو په دې وجه د خُدائ پاک د غوره شوو خلقو هم دوئ ته پام شو، او د هغوئ خبرو منلو ته ليواله شو.
خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.
کوم روحُ القُدس چې تاسو مسح کړى يئ هم هغه په تاسو کښې اوسى، نو بيا تاسو ته د بل اُستاذ ضرورت نشته. نو چې روحُ القُدس تاسو ته د هر څۀ په حقله تعليم درکوى، او څۀ چې درته هغه ښائى، رښتيا دى، نه چې دروغ، او څنګه تعليم چې هغۀ درکړے دے په هغۀ کښې پاتې شئ.
نو هم دغه شان وشول. کله چې جدعون ورپسې سحر وختى پاڅېدو، هغۀ وړۍ نچوړ کړه او دومره ډېره پرخه يې ترې نه وويستله چې د اوبو نه يې يو لوښے ډک شو.