Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ليويانو 1:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 هغه به دا د قربان‌ګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ليويانو 1:11
12 Iomraidhean Croise  

موسىٰ د ځناورو هغه نيمه وينه واخستله او په ښانکونو کښې يې واچوله، او هغه نوره نيمه يې په قربان‌ګاه وشيندله.


د پړدې نه بهر شمالى طرف ته يې په خېمه کښې مېز کېښودو،


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د سوزېدونکې قربانۍ د نذرانو دپاره به دا اصُول وى او په قربان‌ګاه به وينه وشيندلے شى کله چې دا تياره شى،


نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، د شمال خوا ته وګوره،“ نو بيا ما وکتل، د شمال خوا ته د قربان‌ګاه د داخلېدو دروازه کښې ما هغه بُت وليدو د چا خلاف چې د خُدائ پاک غېرت راپارېدلے وو.


هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربان‌ګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى.


هغه به ګډُورے په هغه مقدس ځائ کښې حلال کړى چرته چې د ګناه نذرانې او د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلالولے شى. دا ځکه چې د ګناه د تاوان نذرانه، د ګناه د نذرانې په شان د اِمام ده او ډېره مقدسه ده.


هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى.


هارون او د هغۀ زامنو ته د ګناه د نذرانې دپاره دا اصُول وښايه. د ګناه د نذرانې ځناور به د مالِک خُدائ په حضور کښې حلالولے شى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى. دا يوه ډېره مقدسه نذرانه ده.


د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ځناور به هلته حلاليږى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلاليږى او د دې وينه دې د قربان‌ګاه په ټولو طرفونو وشيندلے شى.


موسىٰ دا حلال کړو او د دې وينه يې د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan