9 مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى.
او وې فرمائيل، ”مالِکه خُدايه، زۀ دا هيڅکله نۀ شم څښلے. دا به داسې وى لکه چې زۀ د دې سړو وينې څښم چا چې خپل ژوند په خطره کښې واچولو.“ نو هغۀ د دې څښلو نه اِنکار وکړو. دا د هغه درېو مشهورو فوجيانو د بهادرۍ کارنامې وې.
نو د دې يرې نه چې کۀ بابليان په دې موضوع خبر شى چې اِسمٰعيل جدلياه قتل کړے دے، هغه څوک چې د بابل بادشاه د يهوداه ګورنر مقررولو، نو هغوئ به بيا څۀ کوى.
خو د دې په ځائ به مِصر ته لاړ شُو، چرته چې به مونږ د جنګونو، د جنګ د بيګل آوازونو او قحط نه آزاد شُو،
د کوم جنګ او قحط نه چې تاسو يرېږئ نو هم هغه به تاسو راګېر کړى، او تاسو به هلته مړۀ شئ.
بيا د مالِک خُدائ فرښته د عفره کلى ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې کښېناسته چې دا ونه د يوآس وه، يوآس د ابيعزر د قبيلې سړے وو. د هغۀ زوئ جدعون په پټه باندې د انګورو په لنګرۍ کښې غنم ټکول، د دې دپاره چې ميديانيان يې ونۀ ګورى.