5 هغوئ څوک چې مونږ پسې وُو راته په سر ناست دى او مونږ ډېر ستومانه شُو خو هيڅ آرام ته مو نۀ پرېږدى.
مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”د خپل ځان دپاره جغ جوړ کړه او د څرمنې په تسمو سره يې په خپله غاړه کښې واچوه.“
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د بابل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“
مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د بابل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“
زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے.
يهوداه جلاوطن کړے شو، د ډېرو سختو مشقتونو سره هغه د نورو مُلکونو په مينځ کښې اوسيږى، او د اوسېدو دپاره هغه د آرام ځائ نۀ لرى. د هغۀ دشمنانو هغه راګېر کړو، او هغۀ ته د تښتېدو موقع نۀ وه.
زمونږ دشمنان به د باز نه زيات تېز وُو، کۀ مونږ به غرونو ته وزغلېدو نو هلته به يې پېدا کړُو او کۀ په صحرا کښې به پټ شُو نو هغوئ به هلته زمونږ انتظار کولو.
نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ د دې قوم خلاف د تباهۍ منصوبه جوړوم، د دې نه به تاسو ځان خلاص نۀ کړئ. تاسو به نور په غرور کښې نۀ ګرځئ، ځکه چې دا به د افت وخت وى.
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ.
نو اوس بيا تاسو خُدائ پاک ولې آزمايئ او د دې مريدانو په اوږو داسې جغ ولې ږدئ چې نۀ خو مونږ او نۀ زمونږ پلارانو نيکونو وړلے شو؟
نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ.