Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 5:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 ولې تا مونږ تل دپاره رد کړى يُو؟ او تۀ مونږ ته د حد نه زيات غصه يې؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 5:22
13 Iomraidhean Croise  

خو اوس تا مونږه رد او رسوا کړُو، تلل دې زمونږ د لښکرو سره بند کړُو.


خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى. خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى. او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.


اے خُدايه پاکه، ولې، تا مونږ د تل دپاره رد کړى يُو څۀ؟ ولې ستا غصه به د خپلې رمې په ګډو باندې وى څۀ؟


ترڅو پورې به مالِکه خُدايه؟ تۀ مونږ ته ولې په قهر يې؟ د تل دپاره څۀ؟ ترڅو پورې به ستا غېرت د اور په شان بليږى؟


مونږ ته سخت مۀ غصه کېږه او زمونږ ګناه د همېشه دپاره ياده مۀ ساته. مونږ ته وګوره، مونږ تا ته مِنت کوُو، او ګوره مونږ ټول هم ستا خلق يُو.


اے مالِکه خُدايه، تا يهوداه بلکل رد کړے دے څۀ؟ آيا تۀ د صيون د خلقو نه نفرت کوې څۀ؟ ولې تا مونږ دومره سخت زخمى کړى يُو چې د رغېدو ټول اُميدونه مو ختم شُو څۀ؟ مونږ د خير اُميد لرلو خو مونږ ته خير مِلاو نۀ شو، مونږ د علاج په طمع وُو خو د شفا په ځائ په مونږ يره راغله.


هغوئ ته رد شوى سپين زر وئيلے شى، ځکه ما، مالِک خُدائ هغوئ رد کړى دى.“


”خپل وېښتۀ د وير دپاره کل کړئ او لرې يې وغورزوئ. په اوچتو خُشکو غرونو د وير او ماتم سندرې ووايئ، ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ رد کړل او دا نسل يې خپل قهر او غضب ته پرېښودلو.


نو اوس تا په خپلو بې‌حيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.


بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.


جُمر يو ځل بيا اُميدواره شوه او په دې ځل يې يوه لور پېدا شوه. او مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغې باندې ”لو‌رحامه“ يعنې په چا چې رحم نۀ دے شوے نوم کېږده، ځکه چې زۀ به نور په بنى اِسرائيلو باندې رحم نۀ کوم، او نۀ به زۀ هغوئ معاف کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan