Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 5:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 اے مالِکه خُدايه، راياد کړه چې په مونږ څۀ وشو، وګوره چې زمونږ څنګه بې‌عزتى شوې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 5:1
26 Iomraidhean Croise  

هغوئ ما ته ووئيل چې کوم کسان د جلاوطنۍ نه بچ شوى وُو او د يهوداه صُوبې ته واپس راغلى وُو هغوئ د لوئ تکليف او بې‌عزتۍ سره مخ وُو. هغوئ ما ته دا هم ووئيل چې د يروشلم دېوالونه تر اوسه پورې مات پراتۀ دى او د دې دروازې د هغه وخت نه بيا نۀ دى جوړې شوې چې د کوم وخت نه هغه په اور سوزولے شوې وې.


تۀ اوس هغه څۀ راياد کړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ ته دې فرمائيلى وُو چې کۀ تاسو بنى اِسرائيلو ما سره بې‌وفائى وکړه، نو زۀ به تاسو په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.


ما دُعا وکړه، ”خُدايه پاکه، د هغوئ خندا واوره چې په مونږ پورې يې کوى، د هغوئ کنځل دې هم هغوئ ته بلا شى. هغوئ دې وتښتولے شى او پردى مُلک ته دې قېديان بوتلے شى.


هغه راپه ياد کړه چې تا زۀ د خټو نه جوړ کړم، او اوس به تۀ ما بيا خاورې کوې؟


ياد ساته چې زما ژوند صرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅکله ښۀ ورځ ونۀ ګورى.


زما مصيبت ته وګوره او ما بچ کړه ځکه چې ما ستا قانون هېر کړے نۀ دے


مالِکه خُدايه راياد کړه چې دشمن به څنګه تا پورې ټوقې کولې، او څنګه به کم عقلانو ستا د نوم ګستاخى کوله،


اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ ګاونډيانو له اووۀ چنده سزا ورکړه، د هغه سپکوالى په وجه کوم چې دوئ تا پورې کړے دے،


مونږ خپلو ګاونډيانو ته سپک ښکارو، او ګېرچاپېره خلق مونږ پورې خاندى او بې‌عزتى مو کوى.


اے يروشلمه، ستا په دېوالونو ما څوکيداران ودرولى دى، هغوئ به شپه او ورځ مسلسل دُعا کوى. تاسو چې څوک مالِک خُدائ ته دُعا کوئ هيڅ آرام مۀ کوئ.


بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، تا ته د هر څۀ پته ده، څۀ چې ما سره کيږى. نو راشه او زما مدد وکړه. زما د دشمنانو نه بدل واخله او هغوئ ته دومره صبر مۀ کوه چې زما د وژلو موقع ورته مِلاو شى. ګوره خو ما په خپل ځان دا ټوله بې‌عزتى ستا د خاطره تېره کړې ده.


تاسو وايئ چې، ”مونږ په شرمونو وشرمېدو، او زمونږ بې‌عزتى وشوه او شرم مو په مخ راخور شوے دے، ځکه چې غېر مُلکيان د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې راداخل شوى دى.“


ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.


وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے.


د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“


هغوئ ټول څوک چې په دې لاره تېريږى هغوئ تا پورې ملنډى وهى. هغوئ د مسخرو نه خپل سرونه خوځوى او د لور يروشلم ښار پورې خندا کوى. ”آيا دا هغه ښار نۀ وو کوم به چې يادېدو، او په خپل ښائست کښې بې‌عېبه وو، او د ټولې دُنيا د خوشحالۍ سبب وو؟“


وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟


زما مصيبتونه او خوار و زار ګرځېدل ما ته ياديږى، او هغه ما ته د ګنډير نه هم تراخۀ دى.


ترڅو چې مالِک خُدائ پاس د آسمان نه نظر واچوى او دا حال وګورى.


اے مالِکه خُدايه، تا د هغوئ ټول پيغورونه واورېدل، د هغوئ ټولې منصوبې چې زما خلاف دى.


اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.


او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan