8 خو اوس د هغوئ مخونه سکارو نه زيات تور دى. هغوئ په لارو کوڅو کښې د خلقو د پېژندګلو نه وتى دى. د هغوئ څرمن د هغوئ هډوکو پورې انښتې ده او هغه لکه د پوستکى په شان اوچه شوې ده.
په ما کښې صرف هډوکى او څرمن پاتې دى او ډېر په مشکله د مرګ نه تښتېدلے يم.
کله چې هغوئ ايُوب د لرې نه وليدلو، نو هغه د پېژندګلو نه وتے وو خو چې کله يې وپېژندو نو په چغو چغو يې وژړل، هغوئ د غم نه خپلې چُوغې وشلولې او په سر باندې يې خاورې واچولې.
زما څرمن توره شى او وغورزيږى، او زما بدن د تبې په وجه سور وى.
د هغوئ بدنونه ويلى شى، او دوه ګوتې مخ يې راوځى.
زما عمر لکه د مازيګر د سورى په شان تير شو، لکه د واښو په شان اوچ شوم.
زۀ په لوګى کښې لکه د مشک په شان اوچ شوے يم. خو ستا اصُول نۀ هېرومه
هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.
ستا د قهر په وجه زما وجود کښې بيمارى ده، زما د ګناه په وجه هډوکى مې مات شوى دى.
خو کله چې يې هغه وليدو نو ډېر خلق حېران شول، د هغۀ شکل صورت داسې خراب وو چې هغه د نورو انسانانو په شان نۀ ښکارېدو.
زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.
د هغوئ په نظر کښې قومونه يره کښې دى، او د هر چا مخ د يرې نه زېړ دے.
هغه لوټ کړے شوه، خالى کړے شوه، ورانه ويجاړه شوه. زړونه کمزورى شول، پښې بېدمه شوې، بدنونه په رپېدو شول، هر مخ زېړ شو.
ستاسو د ښاريې دا کومه دوړه چې زمونږ په پښو پورې انښتې ده، مونږ يې ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.