4 د پيو د ماشومانو ژبې انښتې دى او د تندې نه تالو ته ورغلې دى. ماشومان روټۍ پسې ژاړى خو هيچا سره هم نشته چې هغوئ له ورکړى.
هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خيال دا دے څۀ چې يواځې تۀ او بادشاه هغه خلق يئ چې زما نېک تاسو ته د دې هر څۀ وئيلو دپاره رالېږلے يم؟ نه، زۀ هم هغه خلقو ته وايم کوم چې په دېوال ناست دى، ستاسو په شان هغوئ به هم خپل غُل وخورى او خپلې متيازې به وڅښى.“
هم د هغه کال د څلورمې مياشتې په نهمه ورځ، کله چې قحط دومره سخت وو چې د خلقو سره د خوراک هيڅ هم پاتې نۀ وُو،
زما ژبه دې زما تالو پورې ونښلى، کۀ چرې تۀ ما ته ياد نۀ يې، او کۀ چرې زۀ يروشلم د ټولو نه خپله لويه خوشحالى نۀ ګڼم.
ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان، ژبه مې تالو پورې شوه چسپان، په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.
نو ځکه زما قوم به د خپلې ناپوهۍ له وجې جلاوطن کړے شى. ستاسو مشران به د لوږې نه مړۀ شى او ستاسو عوام به د تندې نه مړۀ شى.
مالداره خلق خپل نوکران د اوبو دپاره کُوهيانو ته لېږى، خو ټولې چينې کُوهيان اوچ شوى وى او د ګوټ اوبو درک هم نۀ لګى. نوکران په ډيرې مايوسۍ او خفګان د تشو منګو سره راواپس کيږى او خپل سرونه يې د پرېشانۍ په وجه پټ کړى وى.
ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم.
ستاسو د ښاريې دا کومه دوړه چې زمونږ په پښو پورې انښتې ده، مونږ يې ستاسو خلاف څنډو. خو دا خبره ياده لرئ چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو مينځ ته راغلې ده.
نو بيا به تاسو د هغه دشمنانو خِدمت کوئ چې مالِک خُدائ يې ستاسو خِلاف درلېږى. تاسو به اوږى، تږى، بربنډ او د هر څۀ حاجتمند يئ. مالِک خُدائ به تاسو سخت وکَړوى تر دې پورې چې تباه شئ.
هغوئ به د لوږې او تبې نه مړۀ شى، هغوئ به په دې سختو وباګانو مړۀ شى. زۀ به ځنګلى ځناور ورولېږم چې په هغوئ حمله وکړى، او زهرژن ماران به ورولېږم چې هغوئ وچيچى.