Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرثيى 4:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 تر دې چې ګيدړه هم خپلو ماشومانو ته سينه ورکوى، خو زما خلق ظالمان شوى دى لکه شتر‌مرغ چې په صحرا کښې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرثيى 4:3
14 Iomraidhean Croise  

په ورپسې سحر کله چې زۀ پاڅېدم او خپل ماشوم له مې تے ورکولو، نو ومې ليدل چې دا خو مړ دے. ما په رڼا کښې ښۀ په غور سره ورته وکتل او پته راته ولګېده چې دا خو زما ماشوم نۀ دے.“


د دې په مينارو او محلونو کښې به د ځنګلى سپو او د ګيدړانو آوازونه وى. د بابل وخت رارسېدلے دے. او د دې وخت تقريباً د ختمېدو والا دے.“


د ازغو بوټى او تراخۀ بوټى به هر ځائ کښې د پَخو دېوالونو په ښارونو کښې او قلعو کښې خوارۀ شى او ګيدړان او ګونګيان به په دې کښې اوسيږى.


”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.


زۀ به د هغوئ دشمنان څوک چې د هغوئ د وينو تږى دى راپاڅوم چې د دوئ ښار نه ګېره واچوى او دوئ ته غټ تکليف ورسوى. او دا ګېره به دومره سخته وى چې دوئ به د خپلو ماشومانو او ګاونډيانو په خوړلو شروع وکړى.


وګوره، اے مالِکه خُدايه، او غور وکړه. تا داسې د چا سره کړى دى؟ ولې ميندې دې خپل ماشومان خورى چې هغوئ زيږولى دى؟ ولې اِمامان او پېغمبران دې د مالِک په مقدس کور کښې قتل کړے شى؟


کله چې زما قوم تباه کېدو نو د لوږې نه مهربانه ميندو هم خپل ماشومان پاخۀ کړل او وې خوړل.


نو په دې وجه به په تا کښې مور پلار خپل بچى وخورى او بچى به خپل مور پلار وخورى. زۀ به تاسو له سزا درکړم او څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به تس نس کړم.


ستاسو لوږه به دومره زياته شى چې خپل بچى به وخورئ.


دوئ کم عقل، بې‌ايمانه، بې‌رحمه، ظلم کوونکى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan